"; var newstr = document.all.item(printpage).innerHTML; var oldstr = document.body.innerHTML; document.body.innerHTML = headstr+newstr+footstr; window.print(); document.body.innerHTML = oldstr; return false; } Embassy of Afghanistan of Ottawa
   
    HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 





د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کاناډا کې د افغانستان د لوېې سفیرې، جلالتمآبې شینکۍ کړوخیل پیغام

. .

ډیر دخوشالۍ ځای دی، چې د مارچ د میاشتې له اتمې څخه د ښځو د وضعیت د ښه والي په خاطر په ټوله نړۍ کې لمنانځنه کیږي. په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې پراخه پرتې ستونزې دا ښيي، چې په دې برخه کې باید لا زیات کارونه وشي. له یاده باید ونه باسو، چې د نړۍ یو پر پنځمه شتمني ښځو پورې اړه لري او نارینه وو په پرتله له کمو خصوصي جایدادنو څخه برخمنې دي. یوازې ۲۲ په سلو کې د نړۍ د پارلمانونو استازې ښځې تشکیلوي .ـ

  افغان ښځې هم له ورته ستونزو سره لاس وګریوان دي. پر پرمختګونو سربیره، لا تر اوسه هم له هرو ۱۰۰۰ میندو څخه ۲۳۰ تنه يې د زیږون پر مهال مري. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، له هغې ډلې څخه ښځینه ډاکټران، په لرو پرتو جګړه ځپلو سیمو کې د افغان ښځولپاره محدود دی. سره ددغو ټولو ستونزو، افغان ښځي په ډیر قوت او متانت سره، چې د بیلګې په توګه باید یاد شي، په دولت او ټولنه کې فعاله برخه لري او د هغو قوانینو او عنعنو په بدلون کې، چې د جنسیت له مخې تبعیضي او محدودونکي ګڼل کیدل، فعاله او اغیزمنده ونډه لرلې ده. د همدغو هڅو پایله وه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رفع کولو قانون په افغانستان کې د یو تقننی فرمان له مخې مرعی الاجرا وګرځیده. له ټوله څخه مهمه دا ده، چې د افغانستان ولسمشر او د افغانستان لومړۍ میرمن د افغان ښځو غښتلتیا ته د خپلو کارونو په لومړیتوب کې ځای ورکړی، چې د هغې په نتیجه کې په حکومتي کلیدي او تصمیم نیونې په کچه او له هېواد څخه بهر په سیاسي نماینده ګیو کې ډیرې ښځې وینوو .
سږ کال هم، چې د نړیوالو شعار ” بدلون ته اراده ” دی، د ښځو د نورو ټولو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ، د ښځو او انجونو پر ښوونې او روزنې پانګونه خورا زیات اهمت لري. د ښځو او انجونو پر تعلیم پانګونه په حقیقت کې پر یو نسل پانګونه ده. په ځانګړې توګه په لرو پرتو جنګ ځپلو سیمو کې د ښځو تعلیم ته پاملرنه یوه عاجله اړتیا ګڼل کیږي او نه پاملرنه يې له جهل او افراطیت سره مرسته کوي. په افغانستان کې ښځې د خپلو بچیانو په روزنه کې اره ونډه لوبوي او لوستې او کارکوونکي ښځې په ځلونو د خپلو اولادونو په روغتیایي، تعلیمي او ټولنیز وضعیت کې لا اغیزمند رول لوبوي .ـ

  هیله منده یمه، چې د ښځود حقوقو تامین د سیاسي مشرتابه له نیکې ارادې او د قانون له چوکاټ څخه بهر د ټولنې د بیلابیلو قشرونو منځ ته ورسیږي او د افغانستان له محرومو ولي زړورو او لایقو ښځو سره د افغانستان د دولت د ټولو قشرونو او ټولنې د جدي اوعملي یووالي شاهد واوسو . ـ

پیام جلالتمآب شینکی کروخیل، سفیرکبیر افغانستان در کانادا، به مناسبت فرارسیدن هشت مارچ، روز جهانی زن

جای خوش وقتی است که از هشت مارچ به مثابه تلاش بین المللی برای بهبود وضعیت زنان در سرتاسر جهان تجلیل می شود. ولی حجم وسیع مشکلات زنان جهان نشان می دهد که در این راستا باید کارهای زیادی صورت گیرد. نباید از یاد برد که تنها یک پنجم ثروت جهان متعلق به زنان است و نسبت به مردان از جایداد خصوصی کمتری برخوردار اند؛ تنها 22 درصد نمایندگان پارلمان های جهان را زنان تشکیل می دهند؛ گراف خشونت و آزار و اذیت جنسی زنان در کشور های توسعه یافته و توسعه نیافته آزار دهنده است؛ دختران در مقایسه با پسران کمتر چانس تکمیل تحصیل را دارند و دو سوم جمعیت بی سواد جهان را زنان تشکیل می دهند؛ در افغانستان تنها 24 درصد زنان با سواد اند.ـ

زنان افغان هم از مشکلات مشابهی رنج می برند. با وجود پیشرفت ها، هنوز هم از هر 1000 هزار مادر 230 تن در جریان ولادت فوت می کند، دسترسی به خدمات صحی از جمله داکتر زن، برای زنان به خصوص در مناطق جنگزده و دور افتاده محدود است.البته، زنان افغان با وجود دشواری های فراوان، با قوت، متانت و پشتکار مثال زدنی در دولت و جامعه حضور فعال داشته و در تغییر قوانین و عنعنات تبعیض آمیز و محدود کنندۀ جنسیتی سهم فعال و موثری را به عهده گرفته اند. در اثر همین تلاش ها، قانون رفع خشونت علیه زنان در افغانستان طی فرمان تقنینی مرعی الاجرا گردید. از همه مهمتر، شخص رییس جمهور و بانوی اول افغانستان توانمندسازی زنان افغان را بخشی از اولویت های خود قرار داده اند که نتیجۀ آن را در تعیین بیشتر زنان در پست های کلیدی و تصمیم گیر حکومتی و نمایندگی های افغانستان در خارج از کشور می بینیم.
در این سال که شعار اصلی بین المللی، #اراده به تغییر، است در کنار رسیدگی به سایر مشکلات زنان، سرمایه گذاری روی تعلیم و تربیۀ دختران و زنان از اهمیت فوق العاده ای برخوردار می باشد. سرمایه گذاری بالای زنان در واقعیت سرمایه گذاری بالای یک نسل است. به خصوص توجه به تعلیم زنان در مناطق جنگ زدۀ افغانستان یک ضرورت عاجل به حساب می آید و عدم توجه، به گسترش جهل و افراطیت کمک رسانده می تواند. زنان در افغانستان نقش اصلی را در پرورش فرزندان خود داشته، و مادران تعلیم یافته و شاغل به مراتب در بهبود وضعیت صحی، تعلیمی و اجتماعی اولاد های شان موثر بوده می توانند. ـ

امیدوار هستیم که تامین حقوق زنان فراتر از چارچوب قوانین و ارادۀ نیک زعامت سیاسی، در لایه های مختلف اجتماعی جا افتاده و شاهد همبستگی جدی و عملی تمام اقشار دولت و جامعۀ افغانستان با زنان محروم ولی شجاع و لایق افغان باشیم.ـ

 



 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand