"; var newstr = document.all.item(printpage).innerHTML; var oldstr = document.body.innerHTML; document.body.innerHTML = headstr+newstr+footstr; window.print(); document.body.innerHTML = oldstr; return false; } Embassy of Afghanistan of Ottawa
   
    HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 





دیدار سفیرکبیر جدید افغانستان با جمعی از افغانهای مقیم کانادا

 

اوتاوا، 21 نوامبر 2016- جلالتمآب شینکی کروخیل، سفیرکبیر جمهوری اسلامی افغانستان در کانادا، اعتمادنامۀ خود را به جلالتمآب دیوید جانستون، گورنر جنرال کانادا، تقدیم نمودند. در محفل تقدیم اعتمادنامه، جناب سفیرکبیر را آقای نادر یما، مستشار وزیر مختار، آقای داوود قیومی، مستشار، و جمعی از افراد و نمایندگان نهاد های مدنی افغانهای مقیم کانادا همراهی می کردند. ـ

جناب سفیر پس از پایان تقدیم اعتمادنامه، با جمعی از افغانهای مقیم این کشور در مقر سفارتکبرای جمهوری اسلامی افغانستان در کانادا دیدار داشت. در این ملاقات روی مطالبات افغانها از سفارت و همچنان داشتن روابط بهتر و گسترده تر با اجتماع افغانها در شهر های مختلف کانادا صحبت صورت گرفت. ـ

جناب سفیر افغانستان خطاب به هموطنان خود گفتند که سفارت افغانستان به رابطۀ صمیمانه و نزدیک با افغانهای مقیم کانادا اهمیت زیادی قایل بوده و باور دارد که در بسیاری از فعالیت ها و برنامه های خود به اشتراک ارزندۀ افغانها نیازمند می باشد. از این رو، داشتن رابطۀ فعال و فراگیر با هموطنان افغان در سرتاسر کانادا از اهمیت به خصوصی برخودار است. افغانهای عزیز این سفارتکبرا را همچون خانۀ خود فرض کرده، برای حل مسایل و تبادل نظر رابطۀ دوستانه و فعالانۀ خود را با سفارت و همکاران آن حفظ نمایند. جناب سفیر کبیر تاکید کردند که تمام همکاران سفارت در خدمت افغانها و برای حل مشکلات و نیازمندی های قونسلی و غیر قونسلی شان قرار دارند. ـ

خانم کروخیل افزودند که فعال بودن اجتماع افغانها در کانادا کمک مفیدی به منافع ملی افغانستان و کانادا می نماید، به خصوص سفارت می تواند از تاثیرگذاری این اجتماع به نفع منافع علیای کشور بهره گیرد. افغانستان در مقطع فعلی با دشواری های مختلف اقتصادی و امنیتی دست و پنجه نرم کرده و به همین دلیل به حمایت های بین المللی، از جمله کانادا، در عرصه ها و سکتورهای مختلف برای افغانستان اهمیت زیادی برخوردار است. در این راستا سهم افغانهای کانادا به عنوان شهروندان مسوول و آگاه در این کشور خیلی ارزنده و تاثیرگذار است. ـ

در پایان خانم کروخیل خاطر نشان ساختند که اجتماع افغانهای کانادا ممثل ارزش های ملی و باهمی بوده، و وحدت و همدلی افغانهای سرتاسر جهان به پیشرفت و سعادت ملت افغان کمک شایان و فراموش ناشدنی کرده می تواند. ـ

په کاناډا کې له یوشمیر میشتو افغانانو سره د افغانستان د نوې لویې سفیرې لیدنه

اوټاوا، د ۲۰۱۶ ز کال د نومبر ۲۱مه- په کاناډا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لويې سفیرې، جلالتمآبې شینکۍ کړوخیل، خپل باورلیک د کاناډا ګورنر جنرال، جلالتمآب ډیویډ جنسټون ته وړاندې کړ.، د افغانستان د لويې سفیرې سره د باورلیک وړاندې کولو په محفل کې، ښاغلي نادر یما، مختار مستشار وزیر، ښاغلي داوود قیومي، مستشار، او په کاناډا کې میشتو یو شمیر نورو افرادو او د مدني ټولنو استازو ملګرتیا کوله.ـ

میرمن کړوخیل، د باورلیک له محفل څخه وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت په ودانۍ کې له یو شمیر کاناډا میشتو افغانانو سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې له سفارت څخه د افغانانو د غوښتنو او همدارنګه د کاناډا په بیلابیلو ښارونو کې له افغاني ټولنو سره د ښو او پراخو اړیکو پر لرلو خبرې وشوې.ـ

د افغانستان سفیرې، خپلو هېوادوالو ته وویل، چې د افغانستان سفارت په کاناډا کې له میشتو افغانانو سره د نږدې او تودو اړیکو لرلو ته خورا زیات ارزښت ورکوي او باور لري، چې پخپلو ډیریو خپرونو او فعالیتونو کې د افغانانو ارزښمند ګډون ته اړتیا لري. له دې امله، په ټوله کاناډا کې له میشتو افغانانو سره د ښو او فعاله اړیکو لرل ورته ځانګړی اهمیت لري.
میرمن کړوخیل پر افغانانو غږ وکړ،«ګرانو افغانانو دغه لوی سفارت د خپل کور په څېر وبولئ، د مسألو او د نظرونو د راوکړې په پار له سفارت اوهمکارانو سره يې خپلې دوستانه او فعاله اړیکې ټینګې وساتئ. میرمن کړوخیل ټینګار وکړ، چې د سفارت ټول همکاران د افغانانو، د قونسلګرۍ اړوند او برته له قونسګلرۍ، د ستونزو او اړتیاو د حل په منظور د دوی په چوپړ کې دي.»ـ

دغه راز میرمن ګړوخیل زیاته کړه، چې په کاناډا کې د افغاني ټولنو فعالتیا د افغانستان او کاناډا د ملي ګټو لپاره اغیزمنده مرسته کوي. په ځانګړې توګه، سفارت کولای شي، چې د دغو ټولنو له اغیزمنتیا د هېواد د ملي ګټو لپاره استفاده وکړي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، له بیلابیلو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګریوان دی؛ نو له همدې امله، نړیوالې مرستې په ځانګړې توګه، د کاناډا مرستې په بیلابیلو سکتورونو کې د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري.
په پای کې، د افغانستان لويې سفیرې څرګنده کړه، چې په کاناډا کې د افغانانو میشته ټولنه د یوالي او ملي ارزښتونو ښکارندوی ده او په ټوله نړۍ کې د افغانانو یوالی، همغږي، د افغان ملت د پرمختګ او نیکمرغۍ لپاره نه هېرېدونکې مرستې کولای شي.ـ



 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand