"; var newstr = document.all.item(printpage).innerHTML; var oldstr = document.body.innerHTML; document.body.innerHTML = headstr+newstr+footstr; window.print(); document.body.innerHTML = oldstr; return false; } Embassy of Afghanistan of Ottawa
   
    HOME | Daily News Bulletin | Consular service | بخش قونسلی | Contact Us          
   



follow us on

 





د البرتا ولایت د کلګری ښار د افغانانوسره د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوِي سفیری لیدنه

کلګری، کاناډا، د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر ۲۴ مه/- په کاناډا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوېې سفیرې، جلالتمآبې شینکۍ کړوخیل، د البرتا ولایت د کلګری په ښار کې د افغانانو له یوه لوی ټولنې سره لیدنه وکړه. اټکل کیږي چې نږدې ۱۰۰۰۰ افغان کورنۍ چې په مختلفو قومونو او مذهبونو پورې اړه لري، د البرټا په ښار کې ژوند کوي.ـ
د دی ليدنې موخه دا وه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او په البرټا کې د افغانانو د ټولنې ترمنځ اړيکې پراخی کړي، ددوی ستونزو او غوښتنو ته غوږ ونیسی ، په سیاسی او فرهنګی برخو کې د دوی ملاتړ تر لاسه کړی، د البرتا په ولایت کې د افغان کلتوري او مذهبي ټولني یو موټی کیدو ته وهڅوی او هغوی ته د افغانستان د حکومت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ور کړی.ـ
په دغه لیدنه کې د افغانستان لوېې سفیرې په ځانګړي ‌ډول يي پر اوسنيو سیاسی، اقتصادی او اجتماعی شرایطو، فرصتونو، لاسته را وړنو او ګواښونو خبری وکړي او د افغانستان د ملي ګټو په ملاټړ په د البرتا میشتو افغانان یی یو موټی کیدو ته وهڅول او هغوی یی وهڅول چي د کاناډا په سیاسی او اجتماعی چارو کي ښی وندی ترلاسه کړی تو څو وکولای شي چې د افغانستان د ملي ګټو په ملاټړ د کاناډا د حکومت او وګړو مرستی تر لاسه کړی.ـ



 

 
     
   
 
 
EMBASSY OF AFGHANISTAN IN OTTAWA
240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario, K2P-1B9 | Phone: (613) 563-4223 / 65 | Fax: (613) 563-4962 | contact@afghanembassy.ca
 
   
    yanbrand