دافغانستان لوی سفارت
کانادا
Ambassade d'Afghanistan
Canada
 
 
Monday October 13, 2008 دو شنبه 22 میزان 1387
REGISTER
دری و پشتو
GOVERNMENT PRESS RELEASE May 25 , 2008

جمهوررئیس دکاناډا دعوامو دمجلس له پلاوي سره وکتل-د۱۳۸۷ لمریز کال دجوزا ۵مه

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، نن مازیګر دکاناډا هېواد دعوامو دمجلس له پلاوي سره چې په هغه کې ددغه هېواد دټولو ګوندونو غړوګډون درلود دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.ـ

په دغه کتنه کې دواړو لورو له تروریزم او نیشه یي توکوسره دمبارزې،دپاریس دکنفرانس او دافغانستان په جنوب کې دامنیت په ټینګښت او په اقتصادي وده کې دکاناډا درول په اړه خبرې اترې وکړې.ـ

دکاناډا دعوامو دمجلس دپلاوي مشر ښاغلي ریک کسن په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او هیله یې وکړه چې دافغانستان خلک لا نور هم په اقتصادي پر مختګونو لاس بري شي.ـ

ده وویل چې کاناډا به دپاریس په کنفرانس کې دافغانستان دطرحو ملاتړ وکړي.ـ

دهېواد جمهوررئیس دافغانستان لپاره دکاناډا له بې دریغه مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او دغه پلاوی یې دیته وهڅولو چې ددواړو هېوادونو دپارلمانونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او دیو او بل له تجربو څخه دې ګټه واخیستل شي. ـ

 

 
 
ADDRESS: 240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario K2P 1B9 ::::::: PHONE (613) 563-4223 / 65 ::::::: FAX (613) 563-4962
This page has been viewed 328 times b Powered By Power Computer Solutions®