دافغانستان لوی سفارت
کانادا
Ambassade d'Afghanistan
Canada
 
 
Friday August 29, 2008 جمعه 8 سنبله 1387
REGISTER
دری و پشتو
NEWS RELEASE APRIL 9, 2007

ولسمشرحامد کرزي، دیوې بمي چاودنې په ترڅ کې دشپږوکاناډایي عسکرو په وژل کیدو خپله خواشیني څرګنده کړه.ـ

April 9, 2007

کابل- دولسمشرۍ ماڼۍ:ـ

دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي دهغو شپږو کاناډایي عسکرو په مړینه چې پرون دکندهار ښار په جنوب کې دافغانستان دخلکو ددښمنانو دیوې بمي چاودنې په ترڅ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خپله خواشیني څرګنده کړه. ـ

ولسمشر کرزي دناټو ځواکونو په کاروان باندې دغه بمي برید په کلکه وغانده او دهغه عاملین یې دافغانستان دخلکو دښمنان وبلل، وې ویل: دهغو کسانو وژل چې دافغانستان دخلکو دسر اومال دامنیت دساتنې او له ترهګرۍڅخه دبشریت دخلاصون لپاره په سترو انساني خدمتونو بوخت دي، له بشر سره له دښمنۍ پرته بل څه نه دي. ـ

ولسمشر وویل: که دافغانستان دخلکو دښمنان دسولې او پرمختګ په وړاندې هرڅومره خپلو ناوړو عملونو ته دوام ورکړي، دافغانستان دآبادۍ په لاره کې به دافغانانو دټینګ هوډ په وړاندې هیڅکله دخنډ کیدلو توان ونه لري. ـ

دهېواد ولسمشر، دافغانستان دخلکو په استازیتوب دخپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب دکاناډا خلکو اوددغه تروریسي برید دقربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي.ـ
 
 
ADDRESS: 240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario K2P 1B9 ::::::: PHONE (613) 563-4223 / 65 ::::::: FAX (613) 563-4962
This page has been viewed 204 times Powered By Power Computer Solutions®