كابل- دارګ ماڼۍ: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتماب حامد كرزي د كندهار په ښار كې دننۍ تروريستي چاودنې عاملين چې له امله يي زموږ ۱۳ تنه هېوادوال شهيدان او ۱۱ نور ټپيان شول په كلكه وغندل. ـ
جمهور رئيس ددغې پيښې په غبرګون كې وويل: طالبانو له پخوا او دخپلی ماتی له پیل حخه تر اوسه پورې په افغانستان کې دعلماو، ښوونکو، زده کوونکو او عامو بیگناه وگړو په وژنه لاس پورې کړي او خپلې ناولې څیرې ئی دافغانستان مسلمانو خلکو او نړیوالو ته ښودلی دی چی دکندهار شار دننی تروریستی چاودنی دمسوولیت په غاړه اخیستنه ئی ښه ثبوت دی.ـ
جمهور رئیس وویل: زموز دخاوری دشمنان غواړي دهېواد د پرمختګ په لاره كې خنډ شي چې دهغوې دغه عمل دسولې دټينګښت او دهېواد دپر مختګ له بهیر سره د ښكاره دښمنۍ ځرګندوى دى چه دبیگناه انسانانو دوینی په تویولو سره غواری دغه بهير ګډوډ کری چی دافغانستان دخلكو دسولې اونيكمرغۍ ددښمنانو دغه عمل داسلام دمقدس دين او بشريت دسوكالۍ پر خلاف يو ناروا عمل دى. ـ
دغه تروريستي چاودنه نن سهار په لسو بجو او ديرشو دقيقو دكندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ پر وړاندې هغه وخت رامنځته شوه چې دافغانستان دقسم خوړلو دښمنانولخوا په يوه موټرسايكل كې ځاى پرځاى شوى بم وچاوديد چې له امله يي زموږ۱۳ تنه هېوادوال شهيدان او۱۱نور ټپيان شول. ـ
جمهور رئيس ددغې پيښې شهيدانو ته دلوى خداى له دبار څخه دفردوس جنت هيله كوي دهغوې كورنۍ او پاتې كسانو ته دخواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپيانو ته دعاجلې روغتيا هيله كوي. ـ
د جمهور رئیس دویا ند له دفتر څخه د عاجل نشر لپاره ـ
|