دافغانستان لوی سفارت
کانادا
Ambassade d'Afghanistan
Canada
 
 
Tuesday October 7, 2008 سه شنبه 16 میزان 1387
REGISTER
دری و پشتو

جمهور رئيس حامد كرزى د يوه رسمى سفر لپاره پاكستان ته ځي

FEBRUARY 14 , 2006
كابل- دارګ ماڼۍ:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتماب حامد كرزى، سبا د چهار شنبې په ورځ د يوه دوه ورځني رسمي سفر لپاره د پاكستان پلازمېنې اسلام آباد ته ځي. ـ

جمهور رئيس، دخپل دغه دوه ورځني سفر په ترڅ كې د پاكستان له جمهور رئيس پرويز مشرف، له لومړي وزير شوكت عزيز اوله یو شمېرنورولوړرتبه چارواكو سره په ليدنوكتنوكې په مشخصه توګه له تروريزم سره دمبارزې دسختوالي او په سيمه كې دتروريستي شبكو دله منځه وړلو دلاروچارو دموندلو ،په سيمه اوله سيمې څخه دباندې دهمكاريو ددوام په اړه خبرې اترې کوي. ـ

جمهور رئيس حامد كرزى به پاكستان ته د خپل سفر په لړ كې ددغه هېواد په حربي پوهنتون كې په افغانستان كې دسيمه يز ثبات دبيلا بيلو اړخونو په هكله وينا وكړي او هم به له يو شمېرپاكستاني سوداگرو او پانگه والو سره په افغانستان كې د بهرنيو پانگه والو لپاره د مناسبو قوانينو اودپانګوالۍ دښو شرايطواوفرصتونو په اړه چې لا، له وړاندې په دغه هېواد كې برابر شوي خبرې اترې وكړي. ـ

ټاكل شوې ده، دهېواد جمهور رئيس ، پاكستان ته دخپل سفر په ترڅ كې پيښور ته لاړشي او د عبدالولي خان له زوى اسفند يار ولى خان او بيگم نسيم ولى خان سره وگوري، د خان عبد الولى خان د مړينې له امله دده كورنۍ ته دفاتحې وركولو،دخواخوږۍ اوډاډګېرنې دڅرګندولو په ترڅ كې به د هغه خداى بخښلي هديرې ته لاړ شي اودعابه ورته وكړي. ـ

له جمهور رئيس سره په دغه سفر كې يو لوړ رتبه دولتي پلاوى چې په تركيب كې يي دكابينې غړي ،والیان او دملی شورا ددواړومجلسونوداستازيو ، يوه وړه ډله شامله ده، ملگرتيا كوي. ـ

د جمهور رئیس دویا ند له دفتر څخه د عاجل نشر لپاره

 
 
 
ADDRESS: 240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario K2P 1B9 ::::::: PHONE (613) 563-4223 / 65 ::::::: FAX (613) 563-4962
This page has been viewed 245 times Powered By Power Computer Solutions®