دافغانستان لوی سفارت
کانادا
Ambassade d'Afghanistan
Canada
 
 
Saturday September 6, 2008 شنبه 16 سنبله 1387
REGISTER
دری و پشتو
د افغانستان او برتانيا تر منځ د دوامدارو روابطو ګډه اعلاميه
July 19, 2005
لندن ـ انگلستان
 


1ـ د افغانستان د اسلامي جمهوري حكومت او د د لويې بريتانيا او شمالي آيرلند متحده شاهي حكومت، يوامن، باثباته او دموكراتيك افغانستان ته چې د ملتونو په ټولنه كې بشپړه ونډه ولري متعهد دي. دواړه حكومتونه په دې پوهيږي چې د افغانستان ولس په هغو هڅو كې چې د خپلې راتلونكې د جوړولو لپاره يي كوي دنړيوالې ټولنې د پام وړ او دوامداره مرستو ته اړتيا لري. برتانيا لادمخه د پام وړ پرمختيايى مرستو د يو پروګرام اوپه افغانستان كې دخپلو پوځونو دشتون له لارې د افغانستان د بيا ودانولو په كار كې خپل تعهد ښودلي. زموږ مشتركې ګټې او د ملګرتيا ټينګې اړيكې د دوامداره روابطو لپاره يو ډاډمن بنسټ دى چې په راتلونكو لسو كلونوكې به زموږ ګډو همكاريوته لاپياوړتيا وبخښي.

2ـ برتانيا د هغې ميړانې چې د افغانستان حكومت او خلكو د بيا رغاونې او بيا پخلاينې په پلي كولو كي ښودلې، او د افغانستان دحكومت د هغه هوډ چې بيا به هيڅكله پرې نږدي چې افغانستان د تروريزم او تنظيم شويو جرايمو ځاله وګرځي، ستاينه كوي. دواړه حكومتونه اراده لري چي سره يوځاى په نړيوالې ټولنې كې له همكارو هيوادونو سره د افغانستان اودسيمې د امنيت او هوساينې د پراختيا لپاره ګډې هلې ځلې وكړي.

3ـ د افغانستان حكومت يوولسواك سياسى نظام، د قانون د واكمني ټينګولو، د بشري حقونوساتنې، مالى فساد سره دمبارزې، د نشه يي توكيو د مخنيوي او د متبادل معيشت برابرولو ته په خپل تعهد يوځل بيا ټينګار كوي. برتانيا تعهد كوي چې د افغانستان حكومت سره د دې اهدافو په لاس ته راوړو كې د دوه اړخيزو اړيكو له لارې او هم په نړيوالو سازمانونوكې دبرتانيا دغړيتوب له لارې خپلو مرستو ته دوام وركړي. برتانيا به په نړيواله ټولنه كې او له هغې جملې څخه دملګرو ملتونو د امنيت شورى د دايمي غړي اود اروپايي اتحاديې، ناټو او د جي ۸ هيوادو د يوه مخكښ غړي په توګه له خپل نفوذ څخه له افغانستان سره د نړيوالو همكاريو ددوام په لار كې كارواخلي.
سياست او اقتصاد

4ـ دواړه حكومتونه به د بن د پروسې دلاسته راوړنو دلاپراختيا او د يوټاكلي مهال ويش مطابق د نظام جوړونې دهڅو د دوام په موخه د نړيوال توافق لپاره هلې ځلې وكړي. برتانيا به د افغانستان له حكومت سره په ملي اوولايتي سطحه د داسي مستحكمو او دوامداره بنسټونو په جوړولو كې چې د حكومت د پاليسو د عملي كولو وړتيا ولري، مرسته وكړى، چى په هغو كې به د ملكى خدماتو د يو مسلكى او د وړتيا پر بنسټ ولاړ سيستم پراختيا او له اداري فساد سره مبارزه شامل وى. برتانيه به د نوي پارلمان په وده كې هم مرستندويه رول ولوبوى.

5ـ افغانستان به داسې كړنلارې پلې كړي چې د اقتصادي پياوړتيا، دوامدار پرمختګ او د بيوزلي په كمولو كې مرسته وكړي، چې پدې كړنلارو كې به د موثرو، مسئولو اوشفافو ادارو جوړول، د مالي فساد د له منځه وړلو لپاره د لازم مالي شفافيت رامنځته كول، د خصوصي سكتور له پرمختګ او د پانګى را جلبولو سره مرسته، د يو معتبر قانوني چوكاټ جوړول او د داسې خنډونو چې د كورنۍ او بهرنۍ خصوصي پانګې اچونې مخه نيسي له منځه وړل، شامل دي. برتانيا پوهيږي چي افغانستان په خپلو سوداګريزو كړنلارو كې د اصلاحاتو د ټاكلو، پلانولو او پرله پسې تطبيقولو لپاره انعطاف پذيرۍ ته اړتيا لرى څو دا كړنلارې د افغانستان د پرمختيا له ملى استراتيژۍ سره چي اهداف يې د افغانستان د راتلونكې د خوندي كولو او د بيوزلۍ د دوامداره كمولو لپاره د لازمې اقتصادي ودې او ټولنيز پرمختګ رامنځته كول دي، سمون ولري. دواړه حكومتونه به په منځنۍ او جنوبي آسيا كښې د ثبات او هوساينې د ټينگولو لپاره سيمه ييزو اقتصادي همكاريوته په لافعاله توګه وده وركړي. برتانيا به په نړيوالو ادارو اوبيا په ځانګړې توګه د اروپايي اتحاديې او د جي ۸ هيوادو كې له خپل موقف څخه د دې اقتصادي آجندا د پر مخ بيولو او افغانستان سره د تجارتي همكاريو د پراختيا لپاره ګټه واخلي.

امنيت

6ـ برتانيا د نړيوالو قوانينو سره سم د افغانستان له ملي واكمنۍ، استقلال، ځمكنۍ بشپړتيا او د نورو هيوادونو له خوا د دې هيواد په كورنيو چارو كې د نه مداخلې په بشپړه توګه ملاتړ كوي. دواړه حكومتونه د منځنۍ او جنوبي آسيا او په مجموع كې د نړيوال امنيت په ټينګښت كې د افغانستان د ثبات په اهميت پوهيږي. افغانستان او برتانيه دواړه د دولتونو تر منځ د شخړو په سوله ييز حل او د رغنده او موثرو اړيكو له لارى د سيمه ييز امنيت په لاټينګښت باور لري. زموږ حكومتونه د ښه ګاونډيتوب د اړيكو د هغې اعلاميي اساسات چې د ۲۰۰۲ كال د دسمبر په ۲۲مه نيټه په كابل كې د افغانستان او گانډيانو تر منځ لاسليك شوه په رسميت پيژني او ملاتړ يې كوي. دواړه حكومتونه د تروريزم او بنسټ پالنې له خوا د رامنځته شوي ګواښ څخه خبر دي او په دوامداره توګه به هڅه وكړي چې افغانستان هيڅكله بيا د تروريزم او بنسټ پالنې په ځاله بدل نشي.

7ـ موږ به په افغانستان كې د موجودو پوځي او امنيتي عملياتو په لړ كې د حكومت د پياوړتيا لپاره نږدې همكاري ولرو. دواړه حكومتونه د افغانستان له خوا د خپل امنيت د ټينګولو لپاره د يوه اغيزمن، مسئول او مسلكي پوځ د جوړولو پر اهميت پوهيږي. د دې هدف دلاسته راوړلو لپاره د نړيوالې مرستې د اړتيا په نظر كې نيولو سره، برتانيا به د افغانستان د امنيتي سكتور په رغولو كې خپلو مرستو ته دوام وركړي. برتانيا به د افغانستان له حكومت سره په دې هوډ كې چې په نړيواله ټولنه كې يو بشپړ رول ولوبوي او پدې لړ كې له ناټو سره هم اوږد مهاله اړيكې ټينګې كړې، مرسته وكړي . افغانستان د برتانيوي ځواكونو رول چې د ائتلاف او ناټو په چوكاټ كښې يې په افغانستان كې د سولې اوثبات د ټينګښت لپاره لوبوي، ستاينه كوي.

له نشه يي توكيو سره مبارزه

8ـ د افغانستان او برتانيا حكومتونه په افغانستان كې د نشه يي توكيو د توليد او قاچاق د له منځه وړو لپاره ګډې او نږدې هلې ځلې كوي. برتانيا چې د جي ۸ هيوادونو په استازيتوب له نشه يي توكيو سره د مبارزې مشري كوي، له افغانستان سره به د نشه يي توكيو د له منځه وړو لپاره د نړيوالو هڅو په زياتولو او انسجام كې خپلو مرستو ته دوام وركړي. برتانيا به په ځانګړې توګه د افغاني مقاماتو سره دنشه يي توكيو د قاچاق وړونكو او د دوى د سازمانونو په نيولو كې، د جرايمو د عدلي سيستم په پياوړتيا، د كوكنارو د كركيلې د كمښت لپاره په هلو ځلو، او د هغو خلكو لپاره چې د كوكنارو پر كركيلې متكي دي، د يو پايداره متبادل معيشت په برابرولو كې مرسته وكړي. زموږ مشترك هدف دا دى چې د افغانستان خلك د ډاډمن، هوسا او قانوني معيشت د تر لاسه كولو وړتيا پيدا كړي.

انكشاف

9ـ دواړه حكومتونه سره موافق دي چې د بيوزلۍ د كمولو او په افغانستان كې د زريزې د انكشافي اهدافو د لاس ته راوړو لپاره يو ځاى كار وكړي. موږ دواړه د افغانستان اقتصادي ودې ته ژمن يو چې په نتيجه كښې به يې په تدريجي توګه د حكومت د اساسي فعاليتونو او ضروري خدماتو د رسولو لپاره پر نړيوالو مرستو اتكا لږ شي. په دې اړه به برتانيا د افغانستان د حكومت بودجې ته په مناسبه كچه د پراختيايي مرستو تعهد ته دوام وركوي، او همدا راز به د منابعو د موجوديت په باب د پيشګويي وړتيا زياتوي، البته په هغه صورت كې چې د منل شويو اصلاحاتو په راوستو كې پرمختګ وشي.

ښوونه او روزنه او مطبوعات

10ـ دواړه حكومتونه د پياوړو اكادميكو او تحقيقي ادارو په ارزښت پوهيږي. دواړه به د برتانيوي او افغاني موسساتو تر منځ د اړيكو د ټينګولو، د تحصيلي بورسونو د برابرولو، او د انګليسي ژبې د تقويې له لارې په افغانستان كې د لوړو زدكړو د سكتور او د تحقيقي موسساتو د ظرفيت د لوړولو لپاره هڅې وكړي.

۱۱. برتانيا به په افغانستان كې د آزادو او مسلكي خبري رسنيو د پياوړتيا لپاره خپلو مرستو ته ادامه وركړي.

كلنۍ بيا كتنه

11ـ د افغانستان او د برتانيا حكومتونه به د ټولو هغو مهمو ګامونو چې دې اهدافوته د رسيدلو لپاره اوچت شوي هر كال په يوه جګپوړې سطحه بيا كتنه كوي، او د راتلونكې مودې لپاره به پر لومړيتوبونو موافقه كوي. دواړه حكومتونه په دې هم توافق كوي چې پس له لسو كالو به د خپلو راتلونكو همكاريو يو بشپړه ستراتيژيكه بياكتنه سرته رسوي.

 

پورتني يادداشتونه پدې سند كې د ذكر شويو مواردو په اړه د لويې بريتانيا او شمالي آيرلند د متحده شاهي حكومت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حكومت تر منځ رامنځته شوى تفاهم څرگندوي.

دا سند په دوو نسخو كې په لندن كې د ۲۰۰۵ كال د جولاى د مياشتې په نولسمه نيټه په انګليسي او پښتو ژبو كې، پداسې حال كې چې د دواړو ژبو نسخې مساوي حيثيت لري لاسليك شو.

لندن، د ۲۰۰۵ كال د جولاى نولسمه

 

جلالتمآب حامد كرزۍ

جمهور رئيس

د افغانستان د اسلامي

جالتمآب توني بلير

د پارلمان غړۍ او لومړۍ وزير

د لويې بريتانيا او شمالي آيرلند

 

 
ADDRESS: 240 Argyle Ave. Ottawa, Ontario K2P 1B9 ::::::: PHONE (613) 563-4223 / 65 ::::::: FAX (613) 563-4962
This page has been viewed 623 times Powered By Power Computer Solutions®