په اوتاوا کښی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته ښه راغلاست ! ـ
د غوښتنی عمومی شرایط
د مقتضیاتو فهرست
د فیس اندازه او د پیسو ورکولو طریقه
د سفارت آدرس و کاری اوقات
فورمی
زمونږ سره اړیکه
د غوښتنی عمومی شرایط
په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت د جرمی مسوولیت د نلرو د سند یا د پولیسو د تصدیق غوښتنی له هغو افغا نی اتباعو چی د کاناډا په هیواد کښی استوګنه لری ، او د هغو افغانی او یا غیر افغانی اتباعو په اړه چی د غوښتنی په وخت کښی او یا پخوایی په افغانستان کښی ژوند کړی وی، منی. ـ
د جرمی مسوولیت د نلرو سند، په افغانستان کښی د امنیتی او ملی پولیسو د مقاماتو لخوا، د هغو معلوماتو پر بڼسټ چی غوښتونکی یی مونږ ته وړاندی کوی، صادریږی. د جرمی مسوولیت د نلرو د سند صدور معمولاْ یو میاشت وخت نیسی. ـ
تاسو کولای شی خپلی غوښتنی د پوستی له لاری او یا هم د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه، وړاندی کړی. پوستی غوښتنی باید د غوښتونکی او هم د هغه چا چی د جرمی مسوولیت نلرو سند یی غوښتل کیږی، د هویت د تثبیت لپاره، معتبر اسناد (چی تفصیل یی لاندی ورکړل شوی) له ځانه سره ولری. ـ
د جرمی مسوولیت د نلرو د تصدیق محصول او پوستی مصارف
ـ1. د جرمی مسوولیت د نلرو د سند غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډک او لاسلیک شی . ـ
ـ۲ . په کانادا کښی د خپل اقامت حقوقی اسناد ، لکه د لندد سند، د دایمی اقامت کارت او د تابعیت سند .ـ
ـ3. د هغه سند یوه کاپی چی د غوښتونکی اړیکه له هغه چا سره چی سند یی په اړه غوښتل کیږی، وښیی، د مثال په توګه نکاحنامه، او داسی نور .ـ
ـ۴. د هغه شخص چی د جرمی مسوولیت د نلرو د سند غوښتنه یی کیږی، د تذکری یوه روښانه کاپی .ـ
ـ۵ . د غوښتونکی د اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسی نور.ـ
ـ6. د جرمی مسوولیت د نلرو د سند محصول چی باید د ټاکل شوی نورم سره سم ورکړل شی . ـ
ـ7. هغه غوښتونکی چی غواړی اسناد یی بیرته د پوستی له طریقه ورولیږل شی، د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت ورکړی، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه کړی. ـ
د جرمی مسوولیت د نلرو د سند محصول او پوستی مصارف
محصول
(د اداری او بانکی مصرف په شمول)
|
غوښتنه |
ـ۶۰ کاناډایی ډالره |
د جرمی مسوولیت د نلرو سند |
ـ20 کاناډایی ډالره |
د راجستری پوستی مصرف
ـ(د راجستر شوی پوستی پاکټ پر ځای چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی) ـ |
د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
ـ1. د جرمی مسوولیت د نلرو د سند محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ
ـ2. د جرمی مسوولیت د نلرو د سند محصول او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت " په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ
ـ3. که چیری د څو غوښتنی یو ځای وړاندی کیږی، او د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ
ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری . ـ
د سفارت پته او کاری اوقات
د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده: ـ
له دوشنبی تر جمعی د 10 تر 1 بجو پوری او د ماسپښین د 2 تر 4 بجو پوری
د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ
پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی: ـ
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9
که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی . ـ
دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. ـ
ټولی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. ـ
ټول هغه اصلی اسناد چی له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کیږی، د مراحلو له تیریدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته سپارل کیږی. ـ
د جرمی مسوولیت د نلرو د سند فورمی
که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ
PoliceCertificateApplicationForm.pdf د جرمی فورمه: ـ
IdentityGuarantee FormPashto.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه :ـ
پورتنی فورمی په دری، فرانسوی او انګلیسی ژپو هم موجودی دی که لاندی یی لاسته راوړی شی: ـ
په دری ژبه
PoliceCertificate ApplicationFormDari.pdfد جرمی فورمه: ـ
IdentityGuarantee FormDari.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په دری ژبه : ـ
په فرانسوی ژبه
PoliceCertificateApplicationFormFrench.pdf د جرمی فورمه: ـ
IdentityGuarantee FormFrench.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په فرانسوی ژبه : ـ
په انګلیسی ژبه
PoliceCertificateApplicationFormEnglish.pdfد جرمی فورمه: ـ ـ
IdentityGuarantee FormEnglish.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په انگلیسی ژبه : ـ
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟
د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ
د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ
+ 1-613-563-4223
د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ
consular@afghanemb-canada.net
د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9
|